صفحه ویژه مجید

انقلاب په زمزمو کې

 

انقلاب په زمزمو کې

مجیدآغا د افغانسان د خلکو یو رښتونی انقلابي رهبر وو او خپل ټول ژوند  یي په دې لاره کې د یو پياوړي اتل په توګه تاریخ ته وسپاره .
دا ښکاره ده چې اتلان او د ملت رهبران په ساده ډول منځ ته نه راځي ، نومیالی مجید یو له هغو سرښندونکو څیرو څخه دی چې په شلمه پېړۍ کې د مبارزې او ټینگ مقاومت ځلانده سمبول او تلپاتې مشال بلل کیږي .
د آزادۍ او عدالت غږ د مشروطه غوښتونکو لخوا د شلمې پیړۍ په پیل کې اوچت شو ، توپونو او شوبلو و نه شو کولای دا غږونه چوپ کړي ، د مدرنه عدالت غوښتونکو غږ د هغوی د وینو په توییدلو پیل شو او د هغوی د وینو په توییدلو به پرمخ ځي .
مجید آغا د عدالت د لارې د مبارزاتو ادامه ده ، د مطلقه سلطنت پر ضد ، مجید په خپلی مبارزې د ولسونو په زړونو کې ځلانده مقام درلود چې تر اوسه له دې رڼا څخه د تیارو د لمنې د ټولولو په لاره کې د یوه عادله سباوون په هېله گټه اخلي . 
د مجید د تگلارې پر بنسټ ، په افغانستان کې سیاسي مبارزې پرمخ تلونکی رنګ واخیست چې تر نن پورې د روڼ اندو او خلکو په پراتیک او د هغوی د ژوندانه په هر گام کې د لارښودنې یوه ډیوه ګرځیدلې ده. د تیورۍ او پراتیک له اړخه ، د هیواد دغه میړنی اتل بچی د خپل ژوندانه په هر پړاو کې د درنښت یوه بېلگه وه .
زما په نظر ، مجید یوازینی رهبر وو چې نظر او عمل یې له یو بل څخه توپیر نه درلود. ټول پوهیږی چه زموږ ډیر روڼ اندي په تیورۍ کۍ یو شی وایي خو د عمل په ډگر کې بل څه کوي ، د  روڼ اندو د غورځنګ یوازینۍ ستونزه له همدغه ځایه را پیلیږي ، دهغوی عمل او نظر له یو بل څخه ډیر لیرې واټن لري. د دغه توپیر او واټن له امله ده چې هغوی د ولس له کرښو جلا او گوښي دي او په جلا توب کې لوڅي پوڅي کوي. 
د عمل او تیورۍ توپیر د سم او رښتوني جاج د نشتوالي له امله رامنځته کیږي دغه توپیر د رښتونې شننې او کره کتنې د تشې له کبله رامنځته کیږي ، په دغه چاپیریال کې هر څومره چې د تیورۍ او عمل د تشې لمن پراخه وي په هماغه کچه د ورڼ اندو او ولس تر منځ د واټن لیرې والی پراخیږي. د گوښیتوب په زَولنو کې را گیر روڼ اندی د ولس له عقایدو او ولسي چلند څخه لیرې پاتې کیږي خو د مجید په وجود کی دغه تشه نه وه. مجید د دغې تشې د ډکو لپاره هلې ځلې وکړي او په خپل چلند یې په زباد ورسوله چې د عمل او تیوري تر منځ واټڼ په څه ډول او له کومو لارو چارو ډکیدلای شي.
مجید له علمي او پرمخ تلونکو تیوریو څخه په ډیره عالمانه او انقلابی توګه گټه پورته کوله ، هغه به تل پرمختلونکې تیوري د ولس د لید لوري او چلند له فلترڅخه چاڼولې ، د همدغو افکارو پایله وه  چې ” ملی مستقله مشی / ملي خپلواکه تگلاره  ” منځ ته راغله .  دا تیوري دومره ځلانده ده چې تر اوسه پورې هم د ښکیلاک او زبیښاک پر ضد او هم د هغو د گوداگیانو پر ضد ورڅخه گټه اخیستل کیږی .
مجید هغه حماسی  ستوری  دی چې د نن او د راتلونکی تاریخ د آسمان د پاڼو په زړه کې د یوې تلپاتې خاطری په توگه ځلیږي .
مجید هغه تیوري او برنامه ده چه د افغانستان خلک د نن او د راتلونکی لپاره له هغی څخه استفاده کوي .
مجید د تورې ، قلم ، میړانې او پرتم هغه لوړ پرتمین غر دی چې دهیواد د میلیونونو ولسونو په منځ کې په پرتم ولاړ دی او لارښوونې یې د هیواد په هره دره کې ، په هر کږلیچ ، گړنگ ، سمه او غر او دښتو کې خپلې ازانگې خپروي.
هاشم زماني د شهید مجید په ستاینه کی په خپل شعر کې  وايي :
شاعر نه یمه شهیده ! چې دې وستایم نغمو کې
پاس آسمان ته دې په شعر قهرمان کړم په ختو کې
ای شهیده ګران مجیده ! که زه چیرته  یو شاعر وای؟
ما ستایلی د شعرونو انقلاب په زمزمو کې

                                
                              سپوږمۍ بریښنا 
                                   کابل 
                           ۸ جون ۲۰۰۹