اشــعار

سپرلیه

استاد ولی پاسدار – ناروی

سپرلیه چه راځی د آرمانو سره راځه
دگــلو دگــــیډیو امیلو ســـره راځه
بیدیاوی شنی ویالی دی مست شپیلی هم د شپنو
ناری دبلبلانو، طوتکی او د ښاور سره راځه
چه وینم دی وطن کی د پخوا خوشحـــالی نشته
هیواد خو ټول یتیم ښه د راتلونکو امیدو سره راځه
مرگ، ژوبله، انتحار خو په تقدیر کی دافغان شو
دوزخ او برزخ پریږده د جنت ډکوجامو سره راځه
دا څه شو چه ماتم شو پر مونږ یو دم محشر جوړ ښه
سپرلیه ماتم ورک کړه بهشتی ډکو پیالو سره راځه
په غرونوکی لیوان دی خو په ارگ کی شرمښان دی
دا تور کرغیړن ورک کړه د سپیڅلی آرزو سره راځه
نابود که له وطن کړی د داعش او طالب ډلی
عامل د دواړو ورکړه په نخرو سره راځه
وطن او بی وطنه افغانان سترگی په لار دی
سپرلیه! سوله راوړه د اسرو ســره راځه
پاسدار به هله خوش وی چه وطن کی سوکالی شی
بریا وی، پرمختـــگ د پرگنــــو ســــره راځه
فبروری میاښت 2018